ا.ا.ا غزه کې د اوربند هرکلی کړی او له منځګړو یې مننه کړې

ا.ا.ا غزه کې د اوربند هرکلی کړی او له منځګړو یې مننه کړې افغانستان

د افغانستان اسلامي امارت د حماس جهادي غورځنګ او اسرائیلي اشغالګرو تر منځ د اوربند هوکړې هرکلی کړی او د منځګړو هېوادونو په ځانګړي ډول د قطر او مصر له هڅو یې مننه کړې.

اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د اوربند دغه هوکړه د فلسطیني ولس د افسانوي زغم او د غزې په تړانګه کې د زړور مقاومت د څه د پاسه پنځلس میاشتو تاریخي مبارزې او قربانیو پایله ده.

د افغانستان اسلامي امارت د حماس جهادي غورځنګ مشرتابه او د فلسطین صابر ولس ته د دې لویې لاسته‌راوړنې مبارکي ویلې.

په دې اړه اعلامیه کې راغلي، اوس اړینه ده چې د هوکړې ټول پړاوونه په داسې بڼه بشپړ عملي شي چې اوربند دوامداره او بشري مرستې په بېړنۍ توګه د غزې ولس ته ورسېږي.

اعلامیه زیاتوي، چې د پخوانیو هوکړو پايلو ته په پام، ښکېل لوري او نړېواله ټولنه باید ډاډ تر لاسه کړي چې اسرائيلي رژیم د خپلې برخې ژمنې په مسؤلانه توگه ترسره کړي.

د افغانستان اسلامي امارت همداراز ویلي، چې په منځني ختيځ کې تلپاتې سوله او آرامتیا یوازې د فلسطین د قضیې د مشروع حل او د فلسطیني ولس د خپلواکۍ له لارې ترلاسه کېدلای شي.

د یادونې وړ ده، اسلامي امارت یو ځل بیا په زغرده ویلي، چې موږ به د تېر په څېر د افغان ملت په استازولۍ د یو خپلواک فلسطیني دولت او فلسطیني ولس ملاتړ ته دوام ورکوو.
#حریت_راډيو

تړلي موضوعات